د اسلامي ګوند او د کرزي د دولت تر منځ د سولې د ټینګولو د پاره د روانو خبرو اترو په هلکه یوه تبصره
کوشان صافی کوشان صافی

درنو لوستونکو ته نېکې هیلې

په افغانستان کې خو د سیاست مینوال  د اسلامي ګوند  او د کرزي د دولت  ترمنځ د خبرو ـ اترو  او  د سولې د ټینګولو له پاره  د وړاندې شویو شرطونو نه خبر دي .

لمړی خو  دا  په ريښتا هم چې د ښاغلي حکمتیار د پاره د شرم ځای دی چې  د هغه خلګو سره چې د کمونستانو  سره يې لاس یو کړ او د نجیب د دولت  په ړنګولو سره يې  افغانستان  د ایران ، پاکستان او هندوستان  د  رقابتونو پولیګون  جوړ کړ   او کابل نه يې کنډواله ، د سولې د ټینګولو لارې چارې لټوي .

 د رباني ، قسیم ، محقق  او یا مجددي او یا هم دوستم سره هر ډول معامله  د هغو   افغاني ځلمیانو پر مخ څپېړه  ده چې په ريښتینوالۍ سره یې د روسانو  په ړاندې  د خپلواک افغانستان د پاره ځانونه قربان کړي دي .

د سولې ټینګول  ښه خبره ده . خو په کوم قیمت او د چا سره ؟؟

زما په اند خو   دا ډول معاملې د امریکا  سیاسي لوبې دي .

که  ریښتیا  نه سترګې پټې نکړو ګلبدین په خپله په کلنو ـ کلنو د امرېکې  سړی وو  او د روسانو په وړاندې جګړې کې د امرېکې په مالي او نظامي مرستې    د افغانستان او د پښتونخوا په ځنو برخو  کې  یې ځانته یو وړوکی سلطنت جوړ کړی وو   .  نو دا وسلې او پیسې چې امریکا حکمتیار ته  ورکولې ،  مفتې خو نه وې .

 دا خو طبعي خبره ده چې :   غوښتل ، ورکول  غواړي .

 

 نو اوس چې کومې خبرې د سولې د ټینګولو د پاره د اسلامي ګوند  او  د کرزي د دولت   تر منځ تر سره کېږي ، په حقیقت کې  خلګو ته  امید ورکول دي چې هر څه له خیره سره جوړېږي . خو ريښتا دا ده چې  د اسلامي ګوند شرطونه  هیڅکله د امريکې  د پاره د منلو ندي .، ځکه په  ډير قوي  احتمال سره  دا شرطونه د امریکايي مشاورینو لخوا جوړ شوي دي .

 بیا که ګلبدین سره روغه ـ جوړه وشي  او بیا طالبان هم روغې  ـ جوړې  ته چمتو شي  او سوله  هم د امریکایانو په وتلو سره ټینګه شي  ،  زما په خیال خو  دا یواځې  یوه  ډیره ښکلې هیله ده  .

خو که مونږه واقعبینانه  دغه خبره وڅېړو ؛ نو  په داسې یوه سیمه کې چې امریکا کولی شي  د تبت   له لارې چین بې ثباته کړي او یا لږ تر لږه يې  مصروفه  وساتي ،  د پاکستان اتومي بم  کنټرول کړي  چې د امریکې د دښمنانو په لاس ورنشي ، د ایران   مخه ونیسي چې ترې اتومي ځواک جوړ نشي او یا ونشي کولی چې اسرایل تهدید کړي  او یا هم  دا چې  د مرکزي اسیا  د  طبعي ځېرمو قواله  ځانته تضمینه کړي ، بیا نو  دا به د امریکې د پاره یو حماقت وي چې په افغانستان  غوندې یوه ستراتیژیکه  اساسه سیمه کې  د افغانستان د دولت  او د هغه د مخالیفنو ترمنځ  د سولې   د ټینګولو ملاتړ وکړي .

 په افغانستان کې   بې ثباتي   د امریکې په ګټه ده  او امریکا کولی شي چې له دې ځایه  د اسیا د وچې  یوه پراخه سیمه  بېثباته کړي او د دې سیمې دولتونه  تسلېحاتي مسابقاتو کې مصروف  وساتي  او له دې لارې په ملیاردهاوو ډالره وسله  او نور نظامي مهمات د سیمې په دولتونو خرڅ کړي .

د سولې راتګ په افغانستان کې یواځې یوه لاره لري ،  او هغه د دین او سیاست بېلول  دي . ځکه تر هغه وخته چې  مجددي ، رباني ، محقق ، دوستم ، سیاف او یا ګلبدین غوندې   قصاب ملایانو   لاس کې د افغانستان نظامي واک وي ،  دوۍ به د امریکې لخوا د امریکې د ګټو له پاره په دې سیمه  کې په افغانستان کې د بې ثباتۍ د ساتلو د پاره  استعمالېږي  .   څنګه چې حبیب الله کلکاني د انګرېزانو لخوا  د خپلو  ستراتیژیکو ګټو  د پاره استعمال  شو .

 

په درناوۍ او درنښت


March 28th, 2010


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات